>> جمهور - روان کال ۱۵۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي
 
۰
جنرال کټوازی:

روان کال ۱۵۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي

سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۴
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، روان کال د شفق په پیل شویو عملیاتو کې ۲۵۰۰ څخه زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
روان کال ۱۵۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، روان کال د شفق په پیل شویو عملیاتو کې ۲۵۰۰ څخه زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال مومند کټوازي نن په مزار شریف ښار کې خبریالانو ته وکړې.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځواکونو د شمال په ۹ ولایتونو کې د شفق پیل شوي ۳۲ عملیات تر سره کړي دي، چې پر مهال یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
جنرال کټوازی وايي، په دغه عملیاتو کې ۱۵۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي، تر ۱۰۰۰ زیات ټپیان او دغه راز ۳۰ تنه ژوندي نیول شوي دي.
په شمال کې د ۲۰۹ قول اردو دغه قوماندان د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
تر اوسه وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:مزار شریف
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین