۰
باجوه:

پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي

سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۶
د پاکستان لوی درستیز وايي، اسلام اباد د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي
د پاکستان لوی درستیز وايي، اسلام اباد د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې باجوه دغه څرګندونې د د امریکايي پوځیانو له مرکزي قوماندان جوزیف وایټل «Joseph L Votel» سره په راولپنډۍ کې د کتنې پر مهال کړې دي.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې باجوه ، واټیل ته ویلي، چې د افغانستان د حملو په خاطر پر پاکستان تور پورې کول د سولې هلو ځلو ته تاوان پېښوي.
هغه ادعا کړې، ده، چې پاکستان هغه ټول پناه ځایونه ویجاړ کړي چې یاغیانو ور څخه په افغانستان کې د حملو لپاره کار اخیست.
خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې د کابل، کندهار او لښکرګاه د وروستیو حملو عملان په پاکستان کې دي او هلته ازاد فعالیت کوي.
باید و ویل شي چې پاکستان له دې وړاندې هم په وار وار ویلي، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته کوي خو د افغان چارواکو په خبره پاکستان نه یوازې په دې برخه کې صادق نه دی، بلکې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړي.
وړمه ورځ د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ویلي و، چې پاکستان د سولې په برخه کې خنډونه جوړوي او هغه طالب مشران چې غواړي سوله وکړي، پاکستان یې نه پرېږدي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین