۰
ټرمپ:

په افغانستان او عراق بریدونه د امریکا تېروتنه وه

سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۳
د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي په افغانستان او عراق د امریکا بریدونه لویې تېروتنې وې.
په افغانستان او عراق بریدونه د امریکا تېروتنه وه
د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي په افغانستان او عراق د امریکا بریدونه لویې تېروتنې وې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې له آلمانۍ بیلډ ورځپانې سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي په عراق د امریکا برید ځکه تېروتنه بللې، چې په وینا یې په دې سره امریکا ملیاردونه ډالر زیان کړی او سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ده په عراق ا مریکا برید تاریخ کې ستره تېروتنه بللې او زیاته کړې یې ده، چې امریکا په عراق تر برید وروسته په داسې جګړو کې ښکېل ده، چې هېځ وخت به پای ته ونه رسېږي.
نوموړي دا هم ویلي، چې د امریکا پخوانیو حکومتونو پر افغانستان برید وکړ، خو د ۱۷ کلونو په تېرېدو لا هم اوضاع په دغه هېواد کې خرابه ده.
د هغه په وینا ترهګر ورځ تر بلې ډېرېږي او جګړې زور اخلي.
ټرمپ یو ځل بیا ناټو له کاره لوېدلی او پخوانی بنسټ بللی، چې په وینا یې اوس د هېڅ کار نه دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین