۰

د ترکیې د استانبول ښار اصلي برید کوونکی نیول شوی دی

سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۹
ترکي رسنۍ وايي، د ترکیې په استانبول ښار کې د نوي کال په شپه په یوه شپني کلب د وسله وال برید اصلي عامل نیول شوی دی.
د ترکیې د استانبول ښار اصلي برید کوونکی نیول شوی دی
ترکي رسنۍ وايي، د ترکیې په استانبول ښار کې د نوي کال په شپه په یوه شپني کلب د وسله وال برید اصلي عامل نیول شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي نیول شوی کس عبدالقدیر مشریپوف نومېږي او د ازبکستان تبعه دی.
ترکي رسنۍ وايي، عبدالقدیر مشریپوفد استانبول ښار په ایسینورټ ناحیه کې د لټون عملیاتو په نتیجه کې نیول شوی دی.
رسنۍ زیاتوي، چې دا ازبک تبعه د نیول کېدو په وخت د خپل یوه قرغزي ملګري په کور کې و او څلور کلن زوی یې هم ورسره و.
په ورته وخت کې رویټرز اژانس ویلي، درې ښځې او یو قرغزی سړی هم د یاد تورن کس د نیولو پر وخت په کور کې موجود و چې هغوی هم امنیتي ځواکونو له ځانه سره وړي دي.
رویټرز لیکلي تورن کس د ابو محمد خراساني په نوم خلکو ته ځان معرفي کړی و.
د استانبول د دې حملې مسؤلیت چې ۳۹ تنه په کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټبيان شوي وو، داعش جنګیالیو په غاړه اخیستی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین