۰

د ګوانتانامو زندان لس بندیان عمان ته لېږدول شوي

سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۰
د عمان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ګوانتانامو زندان لس تنه زندانیان د دوی هېواد ته ور لېږدول شوي دي.
د ګوانتانامو زندان لس بندیان عمان ته لېږدول شوي
د عمان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ګوانتانامو زندان لس تنه زندانیان د دوی هېواد ته ور لېږدول شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د عمان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه چې دغه لس تنه بندیان په مؤقتي ډول په دغه هېواد کې ساتل کېږي.
د عمان د شاهي دولت له‌خوا په دې اړه خپره شوې د دغو بندیانو هویت نه‌دی ښودل شوی.
عمان ته د دغو لسو تنو له انتقال سره د ګوانتانامو زندان د بندیانو شمېر ۴۸ تنو ته رسېږي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې څلور نور زندانیان ‌یې چې په خټه د یمن وو د جنورۍ پر شپږمه سعودي عربستان ته لېږلي دي.
د امریکا حکومت داسې مهال د ګوانتانامو د بندیانو شمېر راکموي چې د ولسمشر بارک اوباما د کاري دورې یوازې څو ورځې پاتې دي.
اوباما ژمنه کړې وه چې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې به د ګوانتانامو زندان وتړي.
نوموړي د جنورۍ پر لسمه نېټه د ولسمشر په توګه د خپلې وروستۍ وینا پر مهال یو ځل بیا د ګوانتانامو زندان د تړلو په برخه کې د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین