۰

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کاکا زوی د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۳
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی هاشم خان کرزی، چې د کندهار په پېښه کې ټپي شوی و، د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کاکا زوی د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی هاشم خان کرزی، چې د کندهار په پېښه کې ټپي شوی و، د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هاشم خان کرزی په پېښه کې تر ټپي کېدو وروسته هندوستان ته د درملنې په موخه لېږدول شوی وو.
هاشم خان کرزي ته یوې نېږدې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې نوموړي نن سهار د هندوستان په روغتون کې ساه ورکړه.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمي هم چې په یاده پېښه کې ټپي شوی و، د سختو ټپو له امله ساه ورکړې وه.
د یادونې وړ ده، چې د تېرې سې شنبې په ماښام د کندهار د والي په مېلمستون کې د چاودنې له امله د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي او پنځو عرب ډیپلوماټو په ګډون ۱۱ تنه و وژل شول.
په دغه چاودنه کې د کندهار د والي همایون عزیزي او د اماراتو د سفیر په ګډون ۱۴ تنه نور هم ټپیان شوي وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین