امنیتي چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې دوه ځانمرګي بريدکوونکي هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمدايوب يوسفزي زیاتوي، چې دا پېښه پرون ماښام په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، دغه بریدګرو په يادې ولسوالۍ کې د کورنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال، غوښتل چې هغوى ته نږدې شي او ځانونو ته چاودنې ورکړي.
خو په وینا یې، مخکې له دې چې بريدګر امنيتي ځواکونو ته ځانونه ورسوي، د يوه ځانمرګي بريدګر چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه چې له امله يې هغه ځاى پر ځاى و وژل شو.
نوموړي زیاته کړه، چې د لومړي بریدګر په چاودنه کې د هغه بل ملګرى سخت ټپي شو چې وروسته هغه هم ساه ورکړه.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې بل چاته زيان نه دى اوښتى.
جمهورآژانس:کاپیسا