۰

ټرمپ د کډوالو په هکله د مېرکل پر پالیسۍ نیوکه کړې

دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۷
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو په هلکه د جرمني د لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل پر پالیسۍ نیوکه کړې ده.
ټرمپ د کډوالو په هکله د مېرکل پر پالیسۍ نیوکه کړې
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو په هلکه د جرمني د لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل پر پالیسۍ نیوکه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن مېرکل د کډوالو په اړه د پرانیستو دروازو پالیسې خپله کړې، چې له مخې یې په ۲۰۱۵ کال جرمني ته له یو میلیون ډېر کډوال ننوتل.
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ د مېرمن مېرکل پر دې پالیسۍ نیوکه کړې او د هغې د پرانیستو دروازو پالیسې یې لویه تېروتنه بللې ده.
ټرمپ د جرمني له بېلډ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي« زه فکر کوم، چې هغې (انګلا مېرکل) د دې بې قانونه کډوالو په منلو سره ـ چې معلومه نه ده، له کومه ځایه راځي- یوه لویه تېروتنه کړې. هیڅوک نه پوهېږي دا کډوال له کومه راځي.»
د امریکا نوي ولسمشر دا هم ویلي، چې چې انګلا مېرکل یوه مهمه اروپايي مشره ده او جرمني د اروپايي ټولنې د یووالي لپاره مهمه وسیله ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین