۰
جان برېنن:

ټرمپ دې پر ټولنیزو شبکو له خپلو خبرو سره پام وکړي

دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۲
د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي.ای.اې مشر جان برېنن وايي، د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې پر ټولنیزو شبکو له خپلو خبرو سره پام وکړي.
ټرمپ دې پر ټولنیزو شبکو له خپلو خبرو سره پام وکړي
د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي.ای.اې مشر جان برېنن وايي، د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې پر ټولنیزو شبکو له خپلو خبرو سره پام وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې برېنن چې کاري موده یې پاي ته رسېږي له غور او دقت پرته خبرې کول د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه دي.
نوموړي نوي ټاکل شوي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې له خپلو خبرو او هغو بیانونو سره چې پر انټرنټ یې خپروي، پام وکړي.
ده ویلي، چې، بې پامه خبرې او پر ټويټر نظرونو خپرول د داسې چا کار نه دی چې د جنورۍ په شلمه به د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه کوي.
برېنن زیاته کړې«دا د امریکا په ګټه کار نه دی نو ټرمپ باید وپوهېږي، چې د هغه خبرې او عکس العملونه پر امریکا زیات اغېز کولای شي.»
د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي.ای.اې مشر جان برېنن همداراز ټرمپ ته د روسیې د نیت له امله خبرداری ورکړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین