۰
قهرمان:

له وسله والو د هلمند د تصفیې پلان بشپړ شوی دی

دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۷
د هلمند د جګړې اپراتیفي مسوول جنرال عبدالجبار قهرمان وایي، له وسله والو د دې ولایت د تصفیې پلان بشپړ شوی.
له وسله والو د هلمند د تصفیې پلان بشپړ شوی دی
د هلمند د جګړې اپراتیفي مسوول جنرال عبدالجبار قهرمان وایي، له وسله والو د دې ولایت د تصفیې پلان بشپړ شوی.
د جمهورآژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، چې د ولایتي ادارې او ولسمشر تر منځ په مخامخ ناسته کې د دې ولایت ستونزې او د جګړو او نا امنیو لاملونه ارزول شوي او د مخالفینو پرضد د تصفیوي عملیاتو پلان بشپړ شوی دی.
د هغه په وینا د هلمند جګړه تر ډېره د پولې پورې غاړې وسله والو جنګیالیو له لوري پرمخ وړل کېږي او له هماغه لوري ورته اکمالات کېږي.
نوموړی دا هم وايي، چې د هلمند په ګڼو سیمو کي د وسله والو طالبانو له منځه له ډېری کسانو سره تماس لري او هغوی هم ترې غوښتې دي چې د یو لړ شرایطو له چمتو کېدو وروسته د وسلې اېښودو ته تیار دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي، دې ولایت ته د جګړې د رهبرۍ لپاره د طالبانو مهم پوځي قوماندانان او یو شمېر مشران استول شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین