۰
د پاکستان د پوځ مشر:

د یو پر بل تورونو لګولو ګټه یوازې د سولې دښمنانو ته رسېږي

دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۴
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان او افغانستان له خوا پر یو بل د تورونو لګولو ګټه په سیمه کې د سولې دښمنانو ته رسېږي.
د یو پر بل تورونو لګولو ګټه یوازې د سولې دښمنانو ته رسېږي
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان او افغانستان له خوا پر یو بل د تورونو لګولو ګټه په سیمه کې د سولې دښمنانو ته رسېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې باجوه په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي مرکزونو شتون رد کړی.
نوموړي ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ د جرړو د ایستلو او د هغو خلکو د ځپلو په لړ کې له افغان حکومت او افغان ولس سره همکارۍ ته ژمن دی چې د سیمې سولې او ثبات ته زیان رسوي.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې «ISPR» د یکشنبې په ورځ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې هېواد د پوځ نوي مشر دا ځرګندونې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې کړي دي.
قمر جاوید باجوه د افغانستان له ولسمشر سره په خبرو کې په افغانستان کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو د خپګان ښودلو تر څنګ د افغان چارواکو له خوا پر پاکستان لګېدلو تورونو ته په اشاره ویلي«"د پاکستان او افغانستان له خوا پر یو بل د تورونو لګولو ګټه په سیمه کې د سولې دښمنانو ته رسېږي.»
د پوځ له خوا خپره شوې خبر پاڼه وايي چې افغان ولسمشر د پوځ له مشر سره په خبرو کې ويلي چې دواړه هېوادونه باید د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګډ کار وکړي.
باجوه په داسې حال کې په خپله خاوره کې د ترهګرو د مرکزونو شتون ردوي، چې تېره ورځ د نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په خپله خاوره کې د هغوی د شتون خبرې منلې ده.
بل خوا افغان چارواکي هم وايي، دوی کره اسناد په لاس لري، چې په افغانستان کې د ګڼو بریدونو تر شاه په پاکستان کې مېشتې ترهګرو ډلو او د دغه هېواد استخباراتي اداره لاس په کې دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین