۰

داعش په ننګرهار کې د یوې دینې مدرسې استادان برمته کړي

يکشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۴۴
سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې د یوې دینې مدرسې استادان له ځان سره وړي دي.
داعش په ننګرهار کې د یوې دینې مدرسې استادان برمته کړي
سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې د یوې دینې مدرسې استادان له ځان سره وړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د ننګرهار ولایت په هسکې مېنه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هسکې مېنې ولسوال سازولي وايي، داعش وسله والو نن سهار نهه نیمې بجې د شپولې په نوم په یوه دیني مدرسه برید کړی او د هغو استادان یې له ځان سره وړي.
نوموړي زیاته کړه، چې داعش له دغې مدرسې ۱۳ تنه استادان له ځان سره په نامعلوم لوري وړي دي.
د ولسوال په خبره محلي پولیسو پر داعش وسله والو ډزې هم کړې خو هغوی د استادانو په تښتولو بریالي شوي دي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي وايي، داعش له دغې مدرسې ۱۲ تنه استادان پر داسې مهال وتښتول، چې له زده کوونکو یې ازموینه اخیستهږ
د سیمې د اوسېدونکو داعشیانو نور چا ته څه ونه ویل خو دغه استادان یې د نرۍ اوبو ساحې ته یې یوړل.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې له پېښې خبر شوي چې د دیني مدرسې استادان داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې وړي خو په دې اړه یې ‌‌‌‌‌‌ډېر څه ونه ویل.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین