۰

غیاث وردګ د کندهار د سرپرست والي په توګه وټاکل شو

يکشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۵
د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د کندهار ولایت له پاره غیاث وردګ د نوي سرپرست والي په توګه ټاکلی دی.
غیاث وردګ د کندهار د سرپرست والي په توګه وټاکل شو
د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د کندهار ولایت له پاره غیاث وردګ د نوي سرپرست والي په توګه ټاکلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې ویلي، چې غیاث وردګ د ولسمشر په فرمان د ملي ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا ټاکل شوی.
غیاث وردګ که څه هم پېژندل شوی نوم نه دی خو د محلي ارګانونو په خپلواکه اداره کي د اوږدې سابقې لرونکی کس بلل شوی دی.
ویل کېږي، غیاث وردګ به د کندهار د ټپي والي ډاکتر همایون عزیزي تر راتګ پورې د دغه ولایت چارې سمبالوي.
باید وویل شي، چې د کندهار له پاره نوی سرپرست والي وروسته له هغې وټاکل شول، چې څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت په مېلمستون کې د چاودنې له امله والي همایون عزیزي ټپي او مرستیال یې عبدالعلي شمسي و وژل شو.
په دغه چاودنه کې پر شمسي سربېره پنځه د متحده عربي اماراتو او یو افغان دیيلومات یما قریشي هم وژل شوي و او دغه راز ۱۵ تنه نور ټپیان شوی وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین