۰

روانه اوونۍ د حزب اسلامي ۴۰۰ بندیان خوشي کېږي

شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۵
د ګلبدین حکمتار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د هوکړې له مخې به هغه زندانیان را خوشي کېږي چې د حکومت به بند کې دي.
روانه اوونۍ د حزب اسلامي ۴۰۰ بندیان خوشي کېږي
د ګلبدین حکمتار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د هوکړې له مخې به هغه زندانیان را خوشي کېږي چې د حکومت به بند کې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي غړی امین کریم له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي ویلي، ټول ټال ۲۷۰۰ حزبیان له افغان حکومت سره بندیان دي چې راتلونکې اونۍ به یې ۴۰۰ کسه راخوشي شي او پاتې به په څو مرحلو کې راخوشي کېږي.
هغه د طالب زندانیانو په اړه و ویل چې له حکومته یې غوښتي څو د سولې د زمینې د برابرولو لپاره ځينې طالب بندیان هم خوشي کړي.
د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي غړی امین کریم وايي چې ښايي د همدې ۴۰۰ کسانو په ډله کې ځينې طالب وسله وال هم را خوشي شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین