۰
جماعت اسلامي پاکستان:

که راحیل شریف زموږ د ګوند غړی شي پاکستان کې به لوی بدلون راشي

شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۴
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د دغه هېواد د پوځ له مخکني مشر جنرال راحیل شریف نه غوښتي، چې د دوی د ګوند غړی شي.
که راحیل شریف زموږ د ګوند غړی شي پاکستان کې به لوی بدلون راشي
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د دغه هېواد د پوځ له مخکني مشر جنرال راحیل شریف نه غوښتي، چې د دوی د ګوند غړی شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د جماعت اسلامي ګوند ویلي که راحیل شریف د دوی د ګوند غړی شي، د پاکستان په سیاسي سیستم کې لوی بدلون راوړي.
د جماعت اسلامي یوه مشر وسیم اختر د جمعې په ورځ متقاعد جنرال راحیل شریف ته د جماعت اسلامي د غړیتوب بلنه ورکړه ده.
وسیم اختر زیاته کړې، چې راحیل شریف د تروریزم پرضد په مبارزه کې بریالی و او که سیاسي ډګر ته راووځي هېواد به مثبت لور ته بوځي.
د جماعت اسلامي عمومي منشي لیاقت بلوچ هم تایید کړه چې ګوند یې د راحیل شریف په شان د شخصیتونو هرکلی کوي.
باید وویل شي، چې راحیل شریف تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ د لوی درستیزۍ له درې کلنې دورې وروسته تقاعد شو او پر ځای یې جنرال قمر جاوید بجوه د پوځ مشر وټاکل شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین