۰
اڅکزي:

له افغانستان سره د ښو اړیکو پرته په پاکستان کې د لویو پروژو عملي کېدل ناممکن دي

شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۰
د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، تر څو پاکستان له افغانستان سره اړیکې ښې کړې نه وي او افغانستان کې سوله نه وي، په پاکستان کې د سترو پروژو عملي کول غیر ممکن دي.
له افغانستان سره د ښو اړیکو پرته په پاکستان کې د لویو پروژو عملي کېدل ناممکن دي
د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، تر څو پاکستان له افغانستان سره اړیکې ښې کړې نه وي او افغانستان کې سوله نه وي، په پاکستان کې د سترو پروژو عملي کول غیر ممکن دي.
د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی چې د خان عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۳ تلین په مراسمو کې خبرې کولي وویل، چې په افغانستان کې سوله په سیمه کې سوله ده.
جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اڅکزي خبرداری ورکړی، تر هغه چې په افغانستان کې امن او ثبات نه وي په پاکستان کې به هم نه وي.
نوموړي وویل، چې زیاته کړه، چې د پښتنو پر وړاندې یوه ستره دسیسه روانه ده او پر خلکو یې غږ وکړ چې د دښمن د دسیسو پر وړاندې دې هوښیار وي.
هغه د پښتونخوا پر عالمانو هم غږ وکړ چې د ترهګرو او وسله والو مخه دې و نیسي او نور دې وسله والو ته اجازه نه ورکوي چې د پښتنو وینه تویې کړي.
اڅکزي زیاته کړې چې په پښتنو کې تر ټولو ستر مسولیت د دیني علماوو پر غاړه دی او دوی باید د دغه قوم لارښوونه وکړي او د وطن او یووالي د ارزښت په اړه دې خبرې ورته وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې سوله او امن په سیمه کې سوله او امن دی او د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د سولې او امنیت په ټینګښت کې هڅه وکړي.
اڅکزي یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په دغه هېواد کې میشتو ټولو قومونو ته دې د متوازن انکشاف زمینه برابره کړي او له تبعیض دې لاس واخلي
د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی پاکستان په یوه حساس وضعیت کې دی او که وړه تېروتنه هم وکړي ښايي ټول پاکستان د اور په لمبو کې وسوځي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین