۰
افتخار حسین:

د پاکستان موخه پوره شوه نو افغان کډوال په بې عزتۍ وباسي

شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۱۸
د عوامي نشنل ګوند یوه مشر افتخار حسین وايي، په کومه بڼه چې افغان کډوال له پاکستانه ایستل کېږي کاملا ناسمه او ناروا ده.
د پاکستان موخه پوره شوه نو افغان کډوال په بې عزتۍ وباسي
د عوامي نشنل ګوند یوه مشر افتخار حسین وايي، په کومه بڼه چې افغان کډوال له پاکستانه ایستل کېږي کاملا ناسمه او ناروا ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حسین ویلي، اوس چې د پاکستان موخه پوره شوه نو افغان کډوال په بې عزتۍ وباسي.
د هغه په وینا کله چې افغان کډوال پاکستان ته تلل نو پاکستان د خپلو ګټو په خاطر د هغوی په غاړه کې ګلونه اچول، خو کله یې چې موخه پوره شوه اوس یې په ناروا توګه وباسي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې «کله چې افغان کډوال راتلل نو پاکستانیانو یې ګلونه په غاړو کې ور اچول، ځکه د پاکستان حکومت په دې پوهېده چې له دې سره به میلیونونه ډالر پاکستان ته رامات شي خو کله چې د پاکستان موخې پوره شوې او نور ګټه وټه پکې نه وه نو د افغان کډوالو په بې عزتۍ او ایستلو یې پيل وکړ.»
افتخار حسین وايي، دوی په لومړي سر کې هم د کډوالو له ستنولو سره موافق نه و، ځکه په دې سره په پاکستان کې اقتصاد او کارو بار ته سخته ضربه واردېدېده او د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې نورې هم خرابېدې.
د عوامي نشنل ګوند یوه مشر افتخار حسین ټینګار کړی چې قومونه پولې نه شي سره بېلولی او په خپل منځ کې به تګ راتګ ته ادامه ورکوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین