۰
جنرال امرخېل:

افغان ځواکونو غزني کې ۱۸ وسله وال طالبان وژلي

پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۶
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
افغان ځواکونو غزني کې ۱۸ وسله وال طالبان وژلي
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل زیاتوي، چې دغه طالب وسله وال تېره ورځ د غزني د ابند ولسوالۍ په بزک کلي کې وژل شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځواکونو په ګډه په یاده سیمه کې وسله والو طالبانو ته کمین نیولی و، چې په ترڅ کې یې ۱۸ وسله وال و وژل شول او ۹ نور ټپیان شول.
امرخېل زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې یو هم د ریحان په نوم د طالبانو یو قوماندان شامل دی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین