۰

چپرهار کې ناپېژاندو وسله والو ۴ ولسي وګړي وژلي

پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۹
سیمه ییز چارواکی وايي، په ننګرهار ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې څلور تنه ولسي وګړي و وژل شول.
چپرهار کې ناپېژاندو وسله والو ۴ ولسي وګړي وژلي
سیمه ییز چارواکی وايي، په ننګرهار ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې څلور تنه ولسي وګړي و وژل شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې او ځايي چارواکي وايي، وژل شوي کسان ټول نارينه او د پچيراګام ولسوالۍ اوسيدونکي دي.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد کسان نن سهار شا و خوا ۹ بجې له جلال آباد ښار څخه چپرهار ولسوالۍ ته پر غځېدلې لار رامنځ ته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې دغه کسان چپرهارته په لاره وو چې د دولت زيو په کلي کې د ناپېژاندو موټرسايکل سپرو له خوا پرې ډزې شوې دي.
ویل کېږي، بریدګر له سمیې په تېښته بریالي شوي، خو مسؤولیت یې تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین