۰

افغان کرکټ لوبډلې په شل اوریزه لوبو کې د نړۍ په کچه درېیم مقام خپل کړ

پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۸
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۶ کال د شل اوریزه سیالیو په لړ کې د نړۍ اتله او غوره لوبډلې شاته پرېښودې او درېیم مقام یې خپل کړ.
افغان کرکټ لوبډلې په شل اوریزه لوبو کې د نړۍ په کچه درېیم مقام خپل کړ
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۶ کال د شل اوریزه سیالیو په لړ کې د نړۍ اتله او غوره لوبډلې شاته پرېښودې او درېیم مقام یې خپل کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍ شل اوریزو لوبو اتلې ویست انډیز لوبډلې تر څنګ نورې بشپړې او تکړه لوبډلې هم شاته پریښي دي.
افغانستان د نړۍ اتله او غوره لوبډلې شاته پریښودې او په شل اوریزو لوبو کې یی د لومړي ځل له پاره د نړۍ په کچه دریم مقام خپل کړ.
د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ له مخې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې ۱۲ لوبې کړې، چې ۸ یې ګټلې او ۴ یې بایللې دي او درېیم مقام یې خپل کړ.
د ورکړل شوي جدول له مخې نیوزیلنډ لومړی، هندوستان دوهم، افغانستان درېیم، وېسټ ټنډیز څلورم، سولي افریقا پنځم، پاکستان شپږم، استرالیا اووم، انګلستان اتم، نیدرلېنډ نهم او بنګلدېش لسم مقام خپل کړی دی.
د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې په دې هکله خوښي ښودلې او ټولو هېوادوالو ته یې د دغه سترې او تاریخي لاس ته راوړنې مبارکي ویلې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین