۰
اشرف غني:

افغانستان نور د تحمیلي جګړې زغم نه لري، که دوام وکړي پر بدیلو لارو به اقدام وکړو

پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې افغانستان نور د تپل شوې جګړې زغم نه لري او که دغه جنګ دوام وکړي، نو په نور بدیلو لارو به فکر وکړو.
افغانستان نور د تحمیلي جګړې زغم نه لري، که دوام وکړي پر بدیلو لارو به اقدام وکړو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې افغانستان نور د تپل شوې جګړې زغم نه لري او که دغه جنګ دوام وکړي، نو په نور بدیلو لارو به فکر وکړو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې تېره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو سرپرستې ځانګړې استازې لارل میلر سره په ارګ کې د ليدنې پر مهال وکړې.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل«
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل« افغانستان نور د ترهګريزو بریدونو او تحمیلي سازمان شوي جنګ زغم نه لري او که دغه تحمیلي جنګ ادامه پیدا کړي، نو د خپل هېواد او خلکو پردفاع سربېره په نورو بدیلو لارو غور او اقدام وکړو.»
افغانستان نور د ترهګريزو بریدونو او تحمیلي سازمان شوي جنګ زغم نه لري او که دغه تحمیلي جنګ ادامه پیدا کړي، نو د خپل هېواد او خلکو پردفاع سربېره په نورو بدیلو لارو غور او اقدام وکړو.»
په دغه کتنه کې لومړی لارل میلر د سیمې د وضعیت ، د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د خپلو فعالیتونو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.
د هغې له معلوماتو وروسته ولسمشر غني پر افغانستان د تحمیل او له بهر څخه د سازمان شوي جنګ په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي غني وویل چې په افغانستان کې د روان جنګ د مدیریت بهرنی اړخ ټولو ته واضح او د پټولو وړ نه دی.
ولسمشر وویل، افغانستان د ترانزیټ په برخه کې کافي پرمختګ کړی او د یوې ترانزیټي لارې له انحصار او د یوه هېواد له احتیاج څخه وتلی او حکومت لا هم د سوداګرۍ او اقتصادي ودې او سیمه ییزو همکاریو د زیاتوالي په موخه منظمې هلې ځلې کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین