په هند کې د افغانستان لوی سفیر شیدا محمد ابدالي وایي، افغانستان نور په وچه پورې محدود هېواد نه دی او د نړی ګوټ ګوټ ته خپل سوداګریز توکي لېږدولی شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ابدالي دغه څرګندونې په هند کې د آسیا زړه کنفرانس نه وړاندې له هندي رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې افغانستان د نړۍ له ګوټ ګوټ سره د سوداګرۍ او ترانزیټ لارې وصل شوی او د اتصال دا لړۍ به دوام وکړي.
افغان سفیر په شمال کې د ترکمنستان او چین پټلۍ او همدارنګه په ایران کې د چابهار بندر ته په اشارې زیاته کړې، چې افغانستان به د نړۍ له سترو اقتصادي هېوادونو سره د راکړې ورکړې لار ولري او په هندي بازارانو کې به افغان سوداګر ځانګړی ځای ولري.
ښاغلي ابدالي وایي، د آسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې به دغه اړیکې لا پياوړې شي او افغانستان به هڅه وکړي چې خپلې خاورې ته پانګونه جذب کړي.
نوموړي د دغه کنفرانس له ګډونکوونکو غوښتي چې له افغانستان سره په پراختیایي پروژو کې خپلې مرستې ډېرې او په دې برخه کې کې ژمنې تازه کړي.
جمهورآژانس: کابل