۰

تاجکستانی چارواکو له طالبانو سره د نښتې خبر ورکړ، خو طالبانو رد کړ

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۸
د تاجکستان چارواکي وايي، له افغانستان سره پر پوله یې له وسله والو طالبانو سره جګړه کړې، خو طالبانو دغه خبر رد کړی دی.
تاجکستانی چارواکو له طالبانو سره د نښتې خبر ورکړ، خو طالبانو رد کړ
د تاجکستان چارواکي وايي، له افغانستان سره پر پوله یې له وسله والو طالبانو سره جګړه کړې، خو طالبانو دغه خبر رد کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تاجکستاني چارواکو ویلي، له وسله والو طالبانو سره یې پر خپله پوله نښته کړې ده چې له امله یې دواړو لورو ته مرګ ژوبل هم اوښتې ده.
که څه هم تاجکي چارواکو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده په ګوته کړې، خو وسله والو طالبانو د تاجکستاني چارواکو دغه خبر رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی د افغانستان له هېڅ ګاونډي هېواد سره ستونزه نه لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له تاجکستاني سرتېرو سره د هر ډول نښتې رامنځ ته کېدل رد کړي دي.
مجاهد زیاته کړې، چې په هېڅ صورت به خپلو وسله والو ته اجازه ور نه کړي چې له ګاونډیو هېوادونو سره ستونزې جوړې کړي.
هغه زیاته کړې، چې نه یوازې خپلو جنګیالیو ته د ورته کار اجازه ورکوي، بلکې هڅه کوي، چې په خپلو سیمو کې ګاونډیو ته د قاچاق او نورو وسله والو د ننوتو مخه ونیسي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین