۰
د روسیې دفاع وزیر:

افغانستان کې داعش فعالیت ټولې نړۍ ته ګواښ پېښولی شي

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۵
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه ټولې نړۍ ته ګواښ پېښولی شي.
افغانستان کې داعش فعالیت ټولې نړۍ ته ګواښ پېښولی شي
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه ټولې نړۍ ته ګواښ پېښولی شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي شویګو دغه څرګندونې تېره ورځ له خپل ازبکستاني سیال سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې داعش په افغانستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي او د افغانستان امنیتي وضعیت د ښه کېدو پر ځای مخ په خرابېدو دی.
د روسیې دفاع وزیر زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې د داعش ډلې په چوکاټ کې د فتح الشام ډلې غړي فعالیت کوي چې دا به ټولې نړۍ ته ګواښونه جوړ کړي.
د ده په خبره داعش ډله په افغانستان کې ورځ تر بلې د خپلې پراختیا هڅې کوي او په پرمختللو وسلو او ډیرو امکاناتو سمبال ده.
ښاغلي شویګو دا هم ویلي، چې داعش ډله به روسیې ته خطر پېښ نه شي کړای، خو په وینا یې کېدای شي په سیمه کې سترې نا امنۍ او ناخوالې را ولاړې کړي.
روسي وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره په دې اړه خبرې کړې چې څنګه وکړای شي د داعش له احتمالي ګواښونو خپلې پولې وساتي.
روسیه پر داسې مهال په افغانستان کې د داعش له فعالیتونو اندېښنه څرګندوني، چې افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې یې داعش ډله سخته ځپلې او لا هم د دغه ډلې پر وړاندې بریالي عملیات روان دي.
همدا نن د ننګرهار سیمه ییز چارواکو خبر ورکړ، چې افغان ځواکونو د دې ولایت پچیراګام ولسوالي په مکمله توګه له داعش وسله والو پاکه کړې او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین