۰

پچیراګام ولسوالي په بشپړ ډول له داعش نه پاکه شوه

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۷
امنیتي او سیمه ییز چارواکي او د سیمې خلک وايي، افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ په بشپړه توګه له داعش وسله والو پاکه کړه.
پچیراګام ولسوالي په بشپړ ډول له داعش نه پاکه شوه
امنیتي او سیمه ییز چارواکي او د سیمې خلک وايي، افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ په بشپړه توګه له داعش وسله والو پاکه کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په پچیراګام کې د افغان ځواکونو له خوا د یوې میاشتې راهیسې عملیات روان و، او افغان ځواکونه پر دې وتوانېدل، چې داعش وسله وال مات او سیمې ورڅخه پاکې کړي.
د پچیراګام ولسوال میرباز خان وايي، ګډو امنیتي ځواکونه تېره شپه د بر پچیر مټین سیمې څخه هم داعش وسله وال وویستل چې ددغې ډلې وروستۍ مرچلې پکې وې.
نوموړی چې د بر پچیر په مټین سیمه کې و رسنیو ته ویلي، چې ټول پچیر له داعش نه پاک شوی او خلک کولای شي بېرته خپلو کورونو ته راشي.
د ولسوال په خبره په دې عملیاتو کې داعش ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې او ډېری ټپیان یې له ځان سره وړي دي.
ولسوال میرباز خان وايي چې له دې وروسته به په دغه سیمه کې هغه پنځه سوه پاڅون کونکي هم ځای پر ځای کړي چې حکومت ورته امکانات برابروي.
په ختیځ کې د افغان پوځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شرین اقا هم وايي، د تېرې شپې په جګړه کې ۱۳ داعشیان وژل شوي او پچیراګام په بشپړه توګه له داعش نه پاک شوی دی.
په ورته وخت کې د سمیې خلک وايي، پچیراګام ولسوالۍ له داعش څخه پاکه شوې او داعشیان د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ سیمې ته تښتېدلي دي.
د سیمې خلکو دا هم ویلي، چې داعش وسله والو د دوی کورنه سوځولي او ۵۶ تنه یې له ځان سره وړي، چې حکومت چارواکي هم د سیمې د ۶۵ پاڅونکونو د برمته کېدو پخلی کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین