۰
د اسیا زړه کنفرانس:

هند دې د افغانستان تعلیمي او چین زېربنايي سکتورونو ته وده ورکړي

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۷
د اسیا زړه کنفرانس د ۱۴ هېوادونو لوړ پوړو غړو له هنده د افغانستان د تعلمي برخې د ودې او له چین څخه د بنسټیزو سکتورونو د ودې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
هند دې د افغانستان تعلیمي او چین زېربنايي سکتورونو ته وده ورکړي
د اسیا زړه کنفرانس د ۱۴ هېوادونو لوړ پوړو غړو له هنده د افغانستان د تعلمي برخې د ودې او له چین څخه د بنسټیزو سکتورونو د ودې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وړاندیز د هند په امرتسر کې د سیمې د ۱۴ هیوادونو د جګپوړو چارواکو په ګډون د اسیا زړه کنفرانس په درشل کې د اسیا زړه کنفرانس د فرعي کمېټې له لوري شوی دی.
دغه کمېټې ویلي، چې چین دې د سیمې د زېربنا په انکشاف کې مسوولیت په غاړه واخلي او هند دې د افغانستان تعلیمي سیکتور ته وده ورکړي.
دغه راز دوی دا هم ویلي، چې ایران دې د افغانستان د سوداګرۍ، اقتصاد او د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مخکښ رول ومني.
په ورته وخت کې د انډیا ایکسپریس ورځپاڼه وايي، یوه جګپوړي افغان دیپلومات و ویل، چې افغانستان په سیمه کې د امنیتي ستونزو په وړاندې د یوې ښې تعریف شوې تروریستی ضد ستراتېژۍ وړاندیز کوي.
یوه چارواکي وویل «موږ هیله لرو چې دا ستراتېژي به په امرتسر کې د اسیا زړه په راروان کنفرانس کې تصویب شي. د دې ستراتیژۍ د تصویب په صورت کې به غړي هیوادونه مکلف شي چې تروریستانو ته پناه ورنه کړي.»
د دې ستراتېژۍ مسوده له هند سره شریکه شوې ده اود اندیا ایکسپریس ورځپاڼې ویلي، هندي چارواکي وايي، نوی ډیلی لېوال دی چې دا ټول وړاندیزونه تصویب شي.
باید وویل شي، چې هند به راتلونکې اوونۍ له افغانستان سره په ګډه د اسیا زړه د شپږمې غونډې کوربه وي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین