۰
جنرال اسلم بېګ:

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې باید پیل شي

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۰
د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال اسلام بېګ وايي، په افغانستان کې د یوې سیاسي حل لارې د موندلو له پاره باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې درېدلې خبرې بېرته پیل شي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې باید پیل شي
د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال اسلام بېګ وايي، په افغانستان کې د یوې سیاسي حل لارې د موندلو له پاره باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې درېدلې خبرې بېرته پیل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اسلم بېګ دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان په یوه پوځي اکاډمۍ کې د وینا پر مهال کړې او امریکا یې په افغانستان کې ماته بللې.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکا او متحدینو یې د افغانستان په جګړه کې ماتې خوړلې خو هغوی پر خپلې ماتې اعتراف ته تیار نه دي.
اسلم بېګ په افغانستان کې د کورنیو جګړو د رامنځ ته کېدو لامل هم دغه هېواد ته د امریکا نه پاملرنه یاده کړې او ویلي یې دي، چې د شوروي له وتلو وروسته امریکا افغانستان په حل حال پرېښودو، چې په پایله کې یې افغانستان کې د کورنۍ جګړې اور بل شو.
ده په ورته وخت کې د پاکستان پر مخکني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف هم نیوکه وکړه، چې د طالبانو پر رژیم د حملې له پاره یې د امریکا مرسته وکړه.
د پاکستان دغه پخواني متقاعد پوځي مشر تور ولګاوه، چې په سیمه کې نړیوالې استخباراتي ادارې فعالیت کوي او په افغانستان کې خپلې شبکې پراخوي، خو هغه په افغانستان کې د پاکستان د تېرو کړنو او اوسني رول په اړه هېڅ ونه ویل.
باید وویل شي، جنرال اسلم بېګ په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې د ضیاالحق او د هغه د لوی درستیز جنرال اختر عبدالرحمن له مړینې وروسته د پاکستان لوی درستیز و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین