۰

په یوه وسله وال برید کې ۷ هندي سرتېري وژل شوي

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۹
هند پوځ وايي، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند پر یوې پوځي پوستې د وسله والو په برید کې ۷ هندي سرتېري وژل شوي دي.
په یوه وسله وال برید کې ۷ هندي سرتېري وژل شوي
هند پوځ وايي، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند پر یوې پوځي پوستې د وسله والو په برید کې ۷ هندي سرتېري وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پښه تېره ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر د جنوبي برخې د جمو په نګروټه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هند د پوځ له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، وسله والو د پولیسو په جامو کې په یاده سیمه کې د پوځ پر یوې پوستې وسله وال برید کړی دی.
سرچینې ویلي، چې د نښتې په پیل کې یو پوځي وژل شوی او درې نور ټپیان شوي، خو وروسته وسله وال هغو ودانیو ته ننوتلي، چې د پوځیانو کورنۍ په کې مېشتې دي.
د خبرپاڼې له مخې بریدګرو هلته ۱۲ تنه پوځیان، دوې مېرمنې ا دوه ماشومان یرغمل نیولي و، چې وروسته د پوځیانو په عملیاتو کې روغ رمټ راخلاص کړای شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د یرغمل کسانو د خلاصون په عملیاتو کې یو بل پوځي افسر او دوه نور ساتونکي هم وژل شوي دي.
د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د نښتې پر مهال درې تنه برید ګر هم وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو دا په تېرو دو میاشتو کې دوهم وسله وال برید دی، چې د هند پر پوځ کېږي او مرګ ژوبله ورته اړوي.
تر دې وړاندې برید کې ۱۹ هندي پوځیان وژل شوي و، چې هند یې پړه په پاکستان کې پر مېښتو وسله والو ډلو واچوله او له امله یې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین