۰

په نېش ولسوالۍ کې طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته

سه شنبه ۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۰۷
چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کندهار په نېش ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له کلک ځوابیه برید سره مخ شوي دي.
په نېش ولسوالۍ کې طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته
چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کندهار په نېش ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له کلک ځوابیه برید سره مخ شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي او د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، چې سلګونو وسله والو نن سهار د نېش ولسوالۍ د شهرک حاجي عالم او شین کارېز سیمو پر پوستو بریدونه کړي.
چارواکي زیاتوي، چې د وسله والو په برید کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی، او پولیسو درې پوستې په تکتیکي ډول پرېښي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، د طالبانو له بریدونو وروسته سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او په ځوابیه برید او عملیاتو یې لاس پورې کړی دی.
د خپلواک په خبره د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د والي ویاند زیاتوي، چې عملیات لا هم روان دی او هڅه کېږي، چې سیمه له وسله والو طالبانو پاکه کړای شي.
طالبانو د برید مسؤولیت منلی او د ګڼو امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین