>> جمهور - طالبان وايي، له ټولو ملي پروژو ملاتړ کوي
 
۰

طالبان وايي، له ټولو ملي پروژو ملاتړ کوي

سه شنبه ۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۳
وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي د ټولو هغو ملي پروژو ملاتړ او ساتنه کوي، چې د ولس په ګټه وي.
طالبان وايي، له ټولو ملي پروژو ملاتړ کوي
وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي د ټولو هغو ملي پروژو ملاتړ او ساتنه کوي، چې د ولس په ګټه وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا نن رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د دوی مشرتابه په خپلو پيغامو او د سياسي دفتر پلاوو په نړيوالو کنفراسونو کې ويلي چې طالبان په هېواد کې له ټولو هغو ملي پروژو چې د ولس په ګټه وي نه يواځې ملاتړ کوي، بلکې ساتنې ته يې هم ژمن دي.
په خبرپاڼه کې راغلي«په دې کې ټولې سترې ملي پروژې لکه د ټاپي پروژه، کاسا ۱۰۰۰، د مس عينک پروژه، مواصلاتي لارې، د ريل پټلۍ، د برېښنا او کرنې ستر بندونه او دې ته ورته نورې پروژې چې د طالبانو اصول مراعت کړي، شاملې دي.»
په خبرپاڼه کې ټولو طالبانو ته لارښوونه شوې چې د ټولو ملي پروژو د امنيت په ساتلو کې مرسته وکړي چې د اسلام او هېواد د لوړو مصالحو په ګټه وي.
طالبانو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پرون د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د اقنې بندر کې د اورګاډي پټلۍ پرانېسته وکړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین