۰

ښايي امریکا افغان هوایي ځواک ته بلک هاوک الوتکې ورکړي

سه شنبه ۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۲
راپورونه وایي، د افغانستان هوايي ځواک ښايي له امریکا څخه امریکايي (UH-۶۰) بلک هاوک الوتکې تر لاسه کړي.
ښايي امریکا افغان هوایي ځواک ته بلک هاوک الوتکې ورکړي
راپورونه وایي، د افغانستان هوايي ځواک ښايي له امریکا څخه امریکايي (UH-۶۰) بلک هاوک الوتکې تر لاسه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس د امریکا د ملي دفاع وزارت له قوله ویلي، چې امریکا غواړي، افغان ځواکونو ته دغه الوتکې د روسیې ایم آی-۱۷الوتکې پر ځای ورکوي.
امریکايي چارواکو ویلي دوی به د روسي الوتکو د اخیستنې پر ځای له هغو ۵۳ الوتکو افغان حکومت ته الوتکې ورکړې چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې کارولې دي.
باید وویل شي، چې وړاندې امریکا د افغان چارواکو په غوښتنه د روسي الوتکو د اخیستو ویلي و، خو د امریکا سنا مجلس دغه غوښتنه رد کړه چې وروسته پنټاګون هم و منله.
د امریکا سنا مجلس ویل دوی نه غواړي خپلې پیسې هغه هېواد ته ورکړي چې همدا اوس هم په سوریه او کریمیه کې له امریکا سره په مخامخ جګړه کې دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین