۰
نبيل:

جنرال راحیل شریف د زرو افغان سرتېرو قاتل دی

سه شنبه ۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۵
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د زرو افغان پوځیانو قاتل دی.
جنرال راحیل شریف د زرو افغان سرتېرو قاتل دی
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د زرو افغان پوځیانو قاتل دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي نبیل دغه څرګندونې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغانان به راحیل شریف ونه بښي، ځکه په وینا یې هغه د زور افغان سرتېرو قاتل دی.
نوموړي ویلي، چې راحیل شریف له افغانانو سره دوه مخې لوبه کوله او افغان ځواکونه یې ځپلي دي او د افغانانو په وژلو کې یې مستقیم لاس درلود.
ښاغلي نبیل زیاته کړې، چې په ښکاره راحیل شریف د ملي يووالي له حکومت سره د مرستې خبرې کولې، چې په مقابل کې یې ولسمشر غني امتیازات هم ورکړل، خو په پټه یې له آی ایس آی سره په ګډه د افغانانو، په تېره بيا د افغان ځواکونو، په له منځه وړلو کې فعال رول درلود.
باید وویل شي، چې راحیل شریف تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز و چې د نواز شریف له لوري ګوښه او پر ځای یې ډګر جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ مشر وټاکل شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین