۰
د فراه والي:

د فراه خلک باید د خپلو ملي پروژو ساتنه وکړي

سه شنبه ۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۰
د فراه والي محمد آصف ننګ پر فراهي ولس غږی کړي، چې له خپلو ملي پروژو ساتنه او ننګه یې وکړي.
د فراه خلک باید د خپلو ملي پروژو ساتنه وکړي
د فراه والي محمد آصف ننګ پر فراهي ولس غږی کړي، چې له خپلو ملي پروژو ساتنه او ننګه یې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ننګ د فراه له خکو غوښتي، چې د بخش آباد بند د جوړېدو ملاتړ وکړي.
نوموړي د جوماتونو ملا امامانو ته ویلي، چې خلک دې وپوهوي، چې که د بخش آباد بند جوړ شي ګټه یې د فراه ولس ته رسېږي.
ښاغلي ننګ همداراز ویلي په دغه ولایت کې د ۸ ملیون ډالرو په لګښت د باغپُل سړک، ۸ میګاواټه لمریزه برېښنا او د اوبو رسولو پروژه جوړېږي.
ده وویل چې دا پروژې په تدارکاتو کې دي او په نوي مالي کال کې پرې عملي کار پیلېږي.
د فراه والي دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې ویل کېږي، د سیمې استخباراتي کړی هڅه کوي، چې د دغه بند د جوړېدو مخه ونیسي او په همدې خاطر له وسله والو سره مرسته کوي.
جمهورآژانس:فراه
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین