۰

پاکستان وايي باثباته افغانستان یې په ګټه دی

سه شنبه ۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي، چې امن، سوله من او باثباته افغانستان د دوی په ګټه دی.
پاکستان وايي باثباته افغانستان یې په ګټه دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي، چې امن، سوله من او باثباته افغانستان د دوی په ګټه دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز احمد چودري کړي دي.
نوموړي دا هم ویلي، چې پاکستان به په هند کې د اسیا زړه کنفرانس کې ګډون وکړي او د پاکستان په استازیتوب به د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیر په کې برخه واخلي.
باید وویل شي، چې د افغانستان په اړه د اسیا زړه شپږم کنفرانس د هند په امرتسر ښار کې د افغانستان د ولسمشر او د سیمې د یو شمېر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او جګپوړو دیپلوماتانو په ګډون جوړېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې دوه ورځې وړاندې د دغه هېواد لومړي وزیر نواز شریف د پایدراه نړیوال ترانسپورټ په کنفرانس کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پر مهال هم ټينګار کړی و، چې غواړي افغانستان باثباته و اوسي او د سولې په برخه کې مرسته وکړي.
ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې نواز شریف ته ویلي، چې هڅه به وکړي د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې شي، خو ټینګار یې کړی، چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او د هغوی مرکزونه له منځه یوسي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین