۰

د اروزګان ولایت د پوهنې رییس په ۳ کاله بند محکوم شوی

سه شنبه ۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۷
د اروزګان ولایت د پوهنې رییس احسان الله ناشر د دغه ولایت د استیناف څارنوالی له خوا په درې کاله بند محکوم شوی دی.
د اروزګان ولایت د پوهنې رییس په ۳ کاله بند محکوم شوی
د اروزګان ولایت د پوهنې رییس احسان الله ناشر د دغه ولایت د استیناف څارنوالی له خوا په درې کاله بند محکوم شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په نوموړي د درغلی تور دی او له همدې امله د استناف محکمې له خوا دغه سزا ورته اورول شوې ده.

د دغه ولایت د استېناف څارنوالۍ رئیس ګل احمد الکو ویلي، چې لومړۍ محکمې د دغه ولایت د پوهنې رئیس احسان‌الله ناشر د درغلۍ په تور په درېيو کلونو بند محکوم کړی خو دوو نورو محکمو لاتر اوسه خپله پرېکړه نه‎ده کړې.
د چارواکو په وینا د پوهنې رئیس په څارنوالۍ کې ۷ نورې قضيي هم لري چې یوه ‌يې د ۴۰ میلیونه افغانیو د اختلاس ده.
دا په داسې حال کي ده چې تر دې وړاندې هم د پوهنې ریاست پر رئیس یو شمېر کسانو د درغلۍ تورونه پورې کړي خو احسان‌الله ناشر په ‎دې اړه تر اوسه څه نه‎دي ویلي.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین