۰

هند د افغانستان له کاره لوېدلې الوتکې جوړوي

دوشنبه ۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۵
هندي رسنۍ وايي، هند چمتو دی، چې د افغانستان له کاره لوېدلې روسي چورلکې بېرته ترمیم او افغان هوايي ځواک ته یې وسپاري.
هند د افغانستان له کاره لوېدلې الوتکې جوړوي
هندي رسنۍ وايي، هند چمتو دی، چې د افغانستان له کاره لوېدلې روسي چورلکې بېرته ترمیم او افغان هوايي ځواک ته یې وسپاري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هندو ورځپانې ویلي، په همدې موخه د هند د هوايي ځواک یوه تخنیکي ډله امله کابل ته تللې وه.
د یادې رسنۍ د راپور پر بنسټ د هند د هوایي ځواک دغه تخنیکي ډلې د افغانستان له کاره لوېدلو چورلکو کتنه هم وکړه او ویلي یې دي، چې که روسیه ددې چورلکو د اړتیا وړ توکو یا پرزو اسانتیا برابره کړي، دا چورلکې به بیاځلې فعالې شي او د افغان هوايي ځواک په واک کې به ورکړل شي.
ورځپاڼې زیاته کړې، نه یوازې چورلکې بلکې، ټانکونه او نور پوځي روسي تجهیزات؛ د دفاع وزارت په هغه نوملړ کې دي چې د بیا جوړولو اړتیا لري.
باید وویل شي، چې دا مهال له څلوېښتو تر پنځوسو بېلابېلې جنګي چورلکې؛ له اوږدې مودې راهیسې د کابل په پوځي هوايي دګر کې بې ګټې پرتې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین