۰

د افغانستان او ترکمنستان د اورګاډي لار پرانیستل شوه

دوشنبه ۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۲
د 'اتامراد – امام نظر (ترکمنستان) او آقینه (افغانستان)' د اورګاډي لار د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په رسمي دول پرانستل شوه.
د افغانستان او ترکمنستان د اورګاډي لار پرانیستل شوه
د 'اتامراد – امام نظر (ترکمنستان) او آقینه (افغانستان)' د اورګاډي لار د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په رسمي دول پرانستل شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه لارې په پرانستو سره چې نن تر سره شوه لومړی ریل ګاډي افغانستان ته راورسېده.
ولسمشر غني، چې د دغه لویې اقتصادي لارې د پرانستو په موخه په درې ورځې سفر ترکمنستان ته تللی د پرانستې پر مهال وویل، چې د ترانسپورټي لارو په واسطه د هېوادونو اتصال په سیمه کې د پرمختګ او هوساینې لامل ګرځي.
هغه ترکمنستان د افغانستان یو ښه او نېک ګاونډي وباله او ویې ویل، چې د افغانستان خلک او دولت د ترکمنستان هره بریا او پرمختګ خپل پرمختګ ګڼي.
د افغانستان ولسمشر هیله څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به ایران او افغانستان هم د اورګاډي د لارې په واسطه سره ونښلول شي او له هغې وروسته به هندوستان او د جنوبي آسیا نور هیوادونه له دغې لارې څخه ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د اتامراد – امام نظر او آقینې د اورګادي لارې پرانیستل په سیمه کې د پرمختګ او پراختیا یوه تاریخي پیښه وبلله.
نوموړي زیاته کړه، چې د اتامراد – امام نظر او آقینې د اورګادي لار د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته پراختیا ورکوي او پیاوړې کوي یې.
باید وویل شي، چې د اورګاډي دا لار له ترکمنستان څخه پیل او د افغانستان له آقینې بندر څخه د کندز د شیرخان بندر له لارې تاجیکستان سره نښلول کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین