۰

ننګرهار کې ۳۰ داعشیان و وژل شول

دوشنبه ۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۳
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش پر وړاندې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د یوه قاضي په ګډون ۳۰ داعش وسله وال وژل شوي.
ننګرهار کې ۳۰ داعشیان و وژل شول
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش پر وړاندې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د یوه قاضي په ګډون ۳۰ داعش وسله وال وژل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د داعش پر وړاندې پوځي عملیات له وړاندې په ننګرهار کې پیل شوي، خو تازه عملیات او داعش ته دغه مرګ ژوبله تېره شپه په پیچراګام ولسوالۍ کې اوښتې ده.
په ختیځ کې د افغان پوځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شرین آغا فقري وايي، د داعش پر وړاندې دغه ځمکني او هوايي بریدونه په پچیراګام ولسوالۍ کې تر سره شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د عملیاتو پر مهال د یوه قاضي په ګډون ۳۰ داعش وسله وال وژل شوي او ګڼ وسلې او مهمات یې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
دی زیاتوي، چې د داعش وسله والې ډلې وژل شوی قاض مولوي مفتاح الدین نومېږي، خو داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په ننګرهار کې د داعش او نورو وسله والو پر وړاندې عملیات په بریالیتوب سره روان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان ځواکونو هوايي بریدونه او همدا راز د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د داعش پر وړاندې مثبت تمام شوي او دغه ډله یې ډيره ځپلې ده.
د هغه په وینا د هوايي بریدونه له ډاره داعش ډله نه شي کولی چې غونډې وکړي او په یوه ځای راټول شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین