۰

کندهار کې څلور افغان سرتېري د غلکچي بریدونو په تور نیول شوي

دوشنبه ۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۴
چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې څلور افغان سرتېري، چې پر پولیسو او دولتي کارکوونکو یې غلچکي بریدونه کول نیولي دي.
کندهار کې څلور افغان سرتېري د غلکچي بریدونو په تور نیول شوي
چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې څلور افغان سرتېري، چې پر پولیسو او دولتي کارکوونکو یې غلچکي بریدونه کول نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په نیول شویو کسانو کې دوه د ملي اردو سرتېري او دوه نور یې هم د سرحدي پولیسو سرتېري دي.
دوی له خپلو دولتي دندو په ګټې اخیستنې سره پر نورو افغان سرتېرو او دولتي کارکوونکو غلچکي بریدونه کول او وژل یې.
د کندهار د والي ویاند د نیول شوېو څلورو سرتېرو څخه دوو تنو د ملي اردو په ۲۰۵م اتل قول اردو قومندانۍ کې دنده درلودله او دوه نور په سپین‎بولدک کې سرحدي پولیس وو.
خپلواک زیاتوي، چې نیول شوېو کسانو کندهار ښار او ولسوالیو کې دولتـي کارکوونکي، دیني عالمان او قومي مشران په غلچکي بريدونو کې وژل.
چارواکي وايي دغه څلور کسېزې ډلې کندهار ښار کې اووه نور پولیس او دولتي کارکوونکي په بېلابېلو غلچکي حملو کې وژلي دي.
د کندهار د والي ویاند زیاتوي، چې نیول شوېو کسانو د میرویس روغتون سره د ملي امنیت کارکوونکی، د مسلم مارکېټ سره یو دولتي کارکوونکی، په توپخانې بازار کې درې تنه ملي پولیس، په لویه ویاله کې یو ملي پولیس او په ۱۳مه ناحیه کې یو دولتي کارمند وژلې و.
د خپل واک په خبره دغه کسانو له دولتي دندې په استفادې د مخالفینو په ګټه دولتي کارکوونکی او پولیس وژل، چې د کشفي راپورونو پر اساس ونیول شول.
د یادولو وړ ده چې نیول شوېو کسانو هم منلې چې د دولتي دندو څخه په ګټه اخېستنه يې دولت ضد فعاليتونه کول.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین