۰

غزني کې د جنسي تیري کوونکو یوه ډله نیول شوې

يکشنبه ۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۱۵
د غزني د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په دغه ولایت کې د جنسي تیري کوونکو او جعل‌کارانو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
غزني کې د جنسي تیري کوونکو یوه ډله نیول شوې
د غزني د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په دغه ولایت کې د جنسي تیري کوونکو او جعل‌کارانو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
د غزني امنیه قوماندان جنرال امین‌الله امرخیل نن یک‌شنبې خبریالانو ته وویل، دغې ډلې د دولتي اسنادو او استعلامونو څخه په ګټې اخیستنې، تنکي ځوانان او ښځې جلبولې او ورباندې یې جنسي تېری کوه.
امرخېل وايي، دغې ډلې به د جنسي تېري پر مهال له قربانیانو د پټو کامرو په مټ ویډیوګانې اخیستې او له هغې وروسته یې د هغوی له کورنیو د ویډیوګانو د له منځه وړلو په بدل کې د پیسو غوښتنه کوله.
هغه زیاته کړه «دوی دلته ډير تخنیکي کسان درلودل، چې په آی ټي پوه وي، په کامرو او انجینیرۍ پوه وي، تاسې وګورۍ دلته څومره وسایل دي.»
د جنرال امرخیل پر وینا دغې ډلې به غزني کې سوداګر او شتمن کسان هم د جنايي پولیسو په نامه ګواښل او له هغوی څخه به یې د پیسو غوښتنه کوله.
د غزني پولیس وايي، چې د دغې ډلې د کار له ځای څخه کامرې، کمپیوټرې او له ۱۲۰ زیات هغه فلمونه چې پر قُربانیانو باندې د جنسي تیري پر مهال ریکارډ شوي وو، ترلاسه شوي دي.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین