۰
میرکل:

د افغان پناه غوښتونکو بېرته استول ستونزمن کار دی

يکشنبه ۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۴
د جرمني لومړۍ وزیر انګلا مېرکل له خپل هېواده د پناه غوښتنکو پر ایستلو ټينګار کړی خو وایې د افغان پناه غوښتونکو بېرته لېږل یو ستونزمن کار دی.
د افغان پناه غوښتونکو بېرته استول ستونزمن کار دی
د جرمني لومړۍ وزیر انګلا مېرکل له خپل هېواده د پناه غوښتنکو پر ایستلو ټينګار کړی خو وایې د افغان پناه غوښتونکو بېرته لېږل یو ستونزمن کار دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اغلې مېرکل ویلي، د افغانستان ځانګړې ستونزه دا ده، چې دا مهال یې ګڼ شمېر وګړي له پاکستان څخه خپل هېواد ته روان دي.
نوموړې زیاته کړې« افغانستان خاصه ستونزه لري او هغه دا ده چې حاضردمه له جرمني څخه د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د ستنېدو ترڅنګ د ورځې څو زره افغان مهاجر له پاکستانه دغه هیواد ته ستنېږي.»
دا وايي، باید لږ تر لږه یو لک پناه غوښتونکي چې ډېری یې افغانان دي له جرمني څخه ووځي.
د مېرکل په خبره د سږ کال د اکتوبر تر پایه پورې ۲۰۶ زره ۲۰۰ پناه غوښتونکو ته له جرمني څخه د وتلو لیکونه سپارل شوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین