۰
جانس:

هېڅ یو هېواد باید په افغانستان کې نیابتي جګړې جاري ونه ساتي

يکشنبه ۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۲
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن وايي، هېڅ هېواد باید پرېنښودل شي، چې په افغانستان کې نیابتي جګړې جاري وساتي.
هېڅ یو هېواد باید په افغانستان کې نیابتي جګړې جاري ونه ساتي
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن وايي، هېڅ هېواد باید پرېنښودل شي، چې په افغانستان کې نیابتي جګړې جاري وساتي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جانسن دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره په یوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه د افغانستان روان امنیتي وضعیت د درک وړ وباله او ویې ویل، چې د ترهګرو د لمنځه وړو، نیونې او محاکمې له پاره باید له افغان حکومت ملاتړ وشي.
نوموړي له افغان حکومت سره د خپل هېواد د کړو ژمنو پخلی وکړ او په افغانستان کې یې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت حمایت هم اعلان کړ.
ده زیاته کړه، چې هیواد یې تر خپله وسله د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي او په ورته وخت کې یې دا هم وویل، چې هېڅ هېواد باید پرېښنودل شي، چې په افغانستان کې نیابتي جګړې جاري وساتي.
هغه وايي، د افغانستان جغرافیايي موقعیت چې د سوداګرۍ او سیمه ییزو همکاریو ښه وړتیا لري او له لارې یې له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته انرژۍ اسانه لېږدېدای شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین