۰

جنرال قمر جاوید بجوه د پاکستان لوی درستیز وټاکل شو

يکشنبه ۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۸
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د جنرال راحیل شریف پر ځای ډګر جنرال قمر جاوید بجوه د پوځ د نوي لوی درستیز په توګه وټاکه.
جنرال قمر جاوید بجوه د پاکستان لوی درستیز وټاکل شو
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د جنرال راحیل شریف پر ځای ډګر جنرال قمر جاوید بجوه د پوځ د نوي لوی درستیز په توګه وټاکه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ډګر جنرال بجوه به د نوومبر له راتلونکې سه شنبې څخه، چې د راحیل شریف درې کلنه کاري دوره بشپړېږي، رسماً په کار پیل وکړي.
جنرال قمر باجوه به راتلونکې اوونۍ د راولپنډۍ په ښار کې د پاکستان د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې په ځانګړو مراسمو کې د پوځ لوی درستیز وټاکل شي.
جنرال باجوه اوس د پاکستان د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د ر وزنې او ارزیابۍ د څانګې عمومي مشر دی.
هغه تر دې وړاندې د پاکستان په پوځ کې هغه د لسمې قل اردو قوماندان هم و چې مسؤلیت یې د کشمیر په کنترول لاین کې د امنیت تامین دی.
جنرال باجوه په کاناډا کې د حربي پوهنتون نه فارع شوی او نورې لوړې نظامي زده کړې د امریکا د کالیفورنیا ایالت د بحري ځواکونو په نظامي پوهنتون کې کړیدي. هغه په کانګو کې د پاکستاني ځواکونو قوماندان هم و.
په ورته وخت کې نواز شریف جنرال زبیر محمود حیات د هیواد د لوی درستیزانو د کمېټې درستیزوال ګومارلی، چې د واک په دایره کې یط د پاکستان اټومي وسلې هم شاملېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین