۰

ځانمرګو بریدګرو ۱۴ پاکستانې سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

شنبه ۶ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۷
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په خیبر پښتونخوا کې وسله والو ځانمرګو بریدګرو د پاکستاني پوځیانو په یوه کمپ برید کړی او ۱۴ پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ځانمرګو بریدګرو ۱۴ پاکستانې سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په خیبر پښتونخوا کې وسله والو ځانمرګو بریدګرو د پاکستاني پوځیانو په یوه کمپ برید کړی او ۱۴ پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د خیبرپښتونخوا په مهمند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه وايي، څلورو ځانمرګو بریدګرو ډیورنډ کرښې ته نېږدې په مهمند سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه کمپ برید کړی.
نوموړي ویلي، چې د ځانمرګو په دغه برید کې څلور سرتیري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
دی وایي، په ځوابيه برید کې څلور واړه ځانمرګي وژل شوي او په دې نه دي بریالي شوي چې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.
تر اوسه د برید مسؤولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، دغه ځانمرګي بریدګر له جماعت الاحرار ډلې سره اړیکه لري.
باید وویل شي، چې جمعت الحرار وسله وال ډله چې په پاکستان کې د ډېرو بریدونو مسؤولیت په غاړه اخیستی په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت له خوا د ترهګرو ډلو په لیست کې شامله کړای شوه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین