۰

سروردانش ته دنده سپارل شوې، چې د الکترونیکي تذکرو ستونزه حل کړي

شنبه ۶ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۰
د الکترونیکي تذکروې د وېش د ادارې ریس همایون محتاط وايي د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ته دنده سپارل شوې، چې د الکترونیکي تذکرو پر وړاندې ټول قانوني خنډونه حل کړي.
سروردانش ته دنده سپارل شوې، چې د الکترونیکي تذکرو ستونزه حل کړي
د الکترونیکي تذکروې د وېش د ادارې ریس همایون محتاط وايي د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ته دنده سپارل شوې، چې د الکترونیکي تذکرو پر وړاندې ټول قانوني خنډونه حل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې متحاط ویلي، چې ښاغلي دانش ته دغه دنده د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا سپارل شوې ده.
د الکترونیکي تذکیروې د وېش د ادارې ریس همایون محتاط وايي ولسمشر ژمنه کړې چې د الکترونیکي تذکرو د ويش لړۍ به پیل کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ولسمشر په همدې خاطر خپل دوهم مرستیال سرور دانش ته دنده سپارلي څو د تذکرو د ویش په برخه کې ټولې قانوني ستونزې له منځه یوسي.
باید و ویل شي، ولسمشر غني د انتخاباتي کمېسیونونو د نوو کمېشنرانو د معرفي په غونډه کې هم وویل، چې ډېرر ژر به د الکترونکي تذکرو د ویش لړۍ عملا پيل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین