۰
مارشال امان:

هند د نور د کشمیر مسله پرېږدي

شنبه ۶ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۸
د پاکستان د هوايي ځواک قوماندان مارشال سهیل امان هند ته ګواښ کړی، چې د کشمیر مسله دې نور تر جګړې نه رسوي.
هند د نور د کشمیر مسله پرېږدي
د پاکستان د هوايي ځواک قوماندان مارشال سهیل امان هند ته ګواښ کړی، چې د کشمیر مسله دې نور تر جګړې نه رسوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امان ویلي، هند هڅه کوي، چې په سیمه کې بحران او جګړې ته لمن و وهي، خو په وینا یې پاکستان به هم مجبور شي، چې د دوی پر وړاندې اقدام وکړي.
هغه زیاته کړې، چې هند دې نور د کشمیر مسله پرېږدي او خبره دې تر جګړې پورې نه رسوي.
په ورته وخت کې د هند د پوځ یوه ویاند ویلي پاکستاني ځواکونو د دوی پر پوستو ډزې کړې دي او په ځلونو یې دغه عمل تکرار کړی دی.
پاکستان هند ته پر داسې مهال دغه ګواښ کړی، چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تازه په یوه غونډه کې ویلي، چې پاکستان ته د بهېدونکو اوبو مخه به ونسي.
ښاغلي مودي د جمعې په ورځ د پنجاب په بټنډه ښار کې د یوې غونډې پر مهال وویل، چې د هند اوبه باید نور په وړیا پاکستان ته ونه بهېږي او مخه یې باید ونیول شي.
باید وویل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ پر کشمیر له تېرو کلونو راهیسې شخړه روانه ده او په دې وروستیو کې یې اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین