۰

ننګرهار کې ماین چاودنو ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبه ۶ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۸
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د دریو بېلا بېلو ماین چاودنو په ترڅ کې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د نظارت خانې د امر په ګډون ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ماین چاودنو ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د دریو بېلا بېلو ماین چاودنو په ترڅ کې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د نظارت خانې د امر په ګډون ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې تېره ورځ د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د څلورم ماموریت په څلوېشت مترۍ سیمه او دغه را د دږیمې ناحیې اړوند د اطفايې امریت دفتر ته څېرمه رامنځ ته شوې.
د ننګرهار ولایت مقام نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د څلوېښت مترۍ په سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د امنيه قوماندانۍ نظارت خانې امر سمونيار عبدالحکيم او يو ماشوم وژل شوي او شپږ ماشومان ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د دويمې ناحيې اړوند اطفايې امريت دفتر ته څېرمه د ځای پر ځای شوو دوو ماينونو د چاودنو له امله دوه ملکي وګړي او يو سرتېری وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه چاودنه کې د ۳ امنيتي منسوبينو په ګډون ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
د پېښو ټپیان روغتون ته وړل شوي او ویل کېږي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه چا د دغه چاودنو مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین