۰

ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۰
امنیتي چارواکي په ننګرهار ولایت کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال د ۱۳۱ کيلوګرامه نشه يي توکي او په تړاو یې د دریو تنو د نیولو خبر ورکوي.
ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي
امنیتي چارواکي په ننګرهار ولایت کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال د ۱۳۱ کيلوګرامه نشه يي توکي او په تړاو یې د دریو تنو د نیولو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال سيداغا روحاني د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پوليسو پرون د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره عمليات کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه عملیاتو کې ۳۸ کيلوګرامه هيرويين،۵۰ کيلوګرامه ترياک، ۴۳ ګرامه چرس نيولي چې په تړاو يې درې کسان هم نيول شوي دي.
ده وویل، چې ياد نشه يي توکي په درېيو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو چې د دوی موظفينو د لومړنيو اطلاعاتو پر مټ لاسته راوړي دي.
قوماندان هغه کسان هم رسنيو ته وښودل چې د دغو نشه يي توکو په تړاو نيول شوي وو.
د ننګرهار امنیه قوماندان وايي، د نيول شوو کسانو دوسيې چمتو شوې او ډېر ژر به څارنوالۍ ته د نورو پلټنو په موخه واستول شي.
امنيه قوماندان ډاډ ورکړ چې به راتلونکي کې به هم د نشه يي توکو پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي او نه پرېږدي چې دلته د نشه يي توکو قاچاق ترسره شي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین