۰

داعش په ننګرهار کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژلي دي

سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۶
چارواکي وايي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې لس تنه ولسي وګړي، چې زیاتره یې قومي مشران او پېژندل شوي کسانو و وژلي دي.
داعش په ننګرهار کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژلي دي
چارواکي وايي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې لس تنه ولسي وګړي، چې زیاتره یې قومي مشران او پېژندل شوي کسانو و وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې داعش وسله والو دغه ۱۰ تنه ملکي وګړي د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې وژلي.
نوموړي وايي، داعش وسله والو په پچیراګام ولسوالۍ کې د ځینو سیمو تر نیولو وروسته د دغه کسانو په وژنه لاس پورې کړی دی.
ده وویل، چې وژل شوي کسان قومي مشران او د سیمې پېژندل شوي خلک دي، خو داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وایي، په پچیراګام ولسوالۍ کې ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې داعش وسله والو ته دغه مرګ ژوبله تېره ورځ د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال اوښتې ده.
مشرقیوال وایي، په پچیراګام کې هم هم د داعش پر وړاندې هوایي او ځمکني عملیات روان دي، چې په ترڅ کې یې د دغه وسله وال ډلې درې پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
باید وویل شي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ننګرهار په پیچراګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو، پاڅون کوونکو او داعش تر منځ سختې جګړې شوې، چې داعش ته په کې درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي وايي، چې داعش وسله والو په ځینو سیمو کې د خلکو کورونو هم سوځولي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین