۰

د ننګرهار استناف محکمې د ۱۰۶ تنو دندې تغیر او تبدیل کړې

سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۷
د ننګرهار ولایت استناف محکمې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰۶ تنو قاضیانو دندې تغیر او تبدیل کړې دي.
د ننګرهار استناف محکمې د ۱۰۶ تنو دندې تغیر او تبدیل کړې
د ننګرهار ولایت استناف محکمې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰۶ تنو قاضیانو دندې تغیر او تبدیل کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې محکمې مشر عبدالولي قاضي زاده د ننګرهار له والي ګلاب منګل سره د یوې ناستې پر مهال کړې دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د استناف محکمې رییس والي ته وویل، چې دغه کار یې په ادارو کې د اصلاحاتو او د چارو د ښه والي په موخه یې کړی دی.
خبرپاڼه وایي، په دغه ناسته کې والي د محکمې مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د قاضيانو د پرېکړو څخه سرغړونه وکړي.
سرچینه زیاتوي، دغه راز د محکمې رییس له قاضيانو په ټینګار سره وغوښتل، چې د عدالت پر بنياد پرته له توپیره اجرات تر سره کړي.
په ورته وخت کې ننګرهار والي ګلاب منګل ډاډ ورکړ، چې د ملي امنيت امنيې قوماندانۍ، استناف څارنوالۍ او د محاکمو ترمنځ به د همغږۍ غونډې جوړولو زمينه برابره کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین